غزل چې نظر دې په اغيار هورې دلې وي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې نظر دې په اغيار هورې دلې وي زما اوښکې په بارخو ولې ولې وي 02 ته چې هسې ښايسته يې، گرم خو نه يم که مې تل درپسې هسې واوېلې وي 03 چېرې نه چې څه دې ورسي خاطر ته که له چا سره مې تشې تسلې وي 04 يوځل بيا سر توره مسته راښکاره شه! چې گيسو دې په سپين مخ شملې شملې وي 05 ته به وايې دگلاب په گل شبنم دی چې بارخو دې دنماستي په وخت خولې وي 06 د رقيب له ويرې بل لوري ته سترگې او د زړه مې ستا ومخ وته حملې وي 07 په عاشق باندې د پلار نصيحت اور دی اوس به چيرې ددې نور خلق په خولې وي 08 چې له سترگو يې غړېږي غنم رنگه جدايي يې لکه قحط د غلې وي 09 چې د نمر په مخ دې برق پاڅي له شسته تر مصرۍ تورې يې لا تېرې شغلې وي 10 د ناپوهې خوبا ټول مهر په يار شي د هوښيارې په سر تېرې ماملې وي 11 زه خوشال به دې وا نه وړم له ليدنه په دربار دې که هر څو پروتې کلې وي Dictionary meaning × Headword