غزل
چې په آن و آن په مځکه په اسمان دی
Khushal Khan Khattakچې په آن و آن په مځکه په اسمان دی
په غمونو ، په ښاديو کې انسان دی
دا يوه څمڅه د ځان وينې بلا شوې
چې سړي سره يې غم په هر زما دی
د نامرد د مرد په دا تفاوت وشو
په نامرد شرم اسان دی، په مرد گران دی
مست هاتيان، خوني مزري تورې وکښلې
که دسر وېره دې نه شي کار اسان دی
کشکې ته په دا دنيا همېشه پايي
په احتياط، اختياط کې ډېر عالم توپان دی
که د ځان که د ايمان بدخواه مې ډېر دي
ما په خدای باندې سپارلی ځان ايمان دی
ننگيالی چې د اخلاص توره په لاس کا
ډېر لښکر يې تر همت پورې کاروان دی
له اوله تر آخره څو روزگار شته
چې عالم باندې غوغا کا دا جهان دی
په ښادۍ سره شريک دي اولسونه
غم يوازې دخوشال خټک د ځان دی