غزل چې په خيال په زر زري جامو کې درومې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې په خيال په زر زري جامو کې درومې که نظر په خوارو کړې ثواب به مومې 02 په کې څه رنگه هوښيار مرغونه بند دي ستا د وروځو خال دانه دی،زلفې لومې 03 ستا د شونډو سره به ولې هسې نه وي چې پرې هر کله د زړونو وينې شومې 04 که په ځان باندې هزار نومونه کېږدې ته وما وته ښکاره يې چې څه نومې 05 زه به تا غلطه نه کړم په ټولي کې که هرڅو دخلکو جونه شي هجومې 06 د مجنون مينه يوازې په ليلا ده تر نظر پورې يې نورې دي معدومې 07 ناز، نخرې، ښېوې، غمزې، فتنې، خيالونه په دا کاربه نه وي تا غوندې څوک سلومې 08 د ښايست سره هزار کارونه نور دي چې يې ته لرې، نه نورې بړوسې شومې 09 چې رضا يې په جفا وي نور مې ستايي د دلبرو خرخشې دي را معلومې 10 و خوشال ته چې د نورو نوم اخلي بې له تا به مينه ماته شي په کومې Dictionary meaning × Headword