غزل

چې په لار د رحيل راغی روارو

Khushal Khan Khattak

چې په لار د رحيل راغی روارو

څه کسرا او څه پروېز او څه خسرو

ناست په تخت، څوک له منزله خبر نه وي

چې تخت څه رنگه په باد درومي په دو

لويې کور لره را درومي، راشه گوره!

ځوانان څه رنگه اخته دي په خپل لو

چې مې سازه کړه دوهۍ د ملنگيه

مافيها د زمانې شول راته جو

هم يې وينم، هم يې اروم ترې تېرېږم

چې په څنگ راته بږوه کابوبو

د زړه نو يې ښه ياران ورځنې لاړل

د خوشال د زړه ژوندون و په دا نو