غزل
چې په ما باندې مېن، زه پرې مېن يم
Khushal Khan Khattakچې په ما باندې مېن، زه پرې مېن يم
چې زما په غم غمجن، زه يې غمجن يم
ما وی يو زمان که بېل شم زه به ومرم
چې جدا پايم له ياره دروغجن يم
که د پښو خيری يې نه يم بارې شکر
چې دگرد په دود يې نښتی په لمن يم
په نور څه مې د خاطر د لاسا نه شي
په جهان کې ارزومن د ښه ديدن يم
خوبه راشه! ما اوده کړه چې بخښو شم
په فراق کې په ژړا ژړا کړمن يم
که رقيب په دا خبر شي، ترو به څه کا
چې له ياره سره زه لاس و گردن يم
يماني څېره مې لاړه حبشي شوه
د فراق په اور يې سوی لوغړن يم
لرم دوو، په ځای درې گواه په عشق کې
رنگ مې زېړ، سترگې زړې زبون په تن يم
ته محبوبه که شېرينه ددې وخت يې !
زه خوشال د اوسني دور کوهکن يم