غزل
چې په ما باندې يې زړه سيځي تپاک کا
Khushal Khan Khattakچې په ما باندې يې زړه سيځي تپاک کا
الحدر چېرې به ځان د اور خوراک کا
ما په خپله ملامت و ته ځان ساز کړ
عام عالم دې په ما سل ځله بلغاک کا
که د خضر په چشمه باندې مې کور شي
د فراق اندوه به هور ته ما هلاک کا
چې بقا يې په چمن کې يوه ورځ وي
لاله ځکه د کميس گرېبان چاک کا
د اسمان له عاشقانو سره کست دی
هر زمان يې په هجران سره غمناک کا
ترې به سل رنگه گلونه زرغونه شي
هر سړی چې خاکساري واخلي ځان خاک کا
زه خوشال په هغه کس پورې حيران يم
چې له ياره نه جدا شي په څو ژواک کا