غزل

چې په نام د مير افغان دي

Khushal Khan Khattak

چې په نام د مير افغان دي

که خانان، که ملکان دي

په بار بار سلام په واړو

همگي مې لکه ځان دي

خدای که فتح، سوبه ورکا

نور حاضر زما ځوانان دي

د ديدن ژمنه حذم ده

په بگرام سوري ارمان دي

او که دا سوبه ونه شوه

ما ويلي په دا شان دي

يا مې ځاید لوا غر دی

يا هورې يم چې حاجيان دي

اوس خو مټ بويه په توره

خدای ته هر مشکل اسان دي

چې په زړه لکه اغزی شوې

نامردۍ د حمزه خان دي

و دلدار ته ما ويلي

څو خبرې په زبان دي

که يې ځای په چېرته وشي

غم د ستر هلکان دي

قام مې جوړ و ږغ ته ناست دی

خوښ، خوشال په دا سامان دي