غزل

چې په روی به يې بخښل شي پاک نا پاک

Khushal Khan Khattak

چې په روی به يې بخښل شي پاک نا پاک

بل سړی نه دی، صاحب دی د لولاک

تر هلال يې صدقه شم تر بلاله

په اخلاص يم زه د دوی د تلي خاک

د بو ذر او د سلمان يې دروېزگر يم

تل د دوی په محبت دی زما ژواک

ذوالفقار يې اژدها و دوې يې ژبې

چې د دين مخالفان يې وو خوراک

په دا هسې مېړنتوب يې فرين و

چې په کار يې محمد شو فرحناک

که سواره يې مېړني د لښکر ډېر دي

لاس زما د دلدل سوار د زين فتراک

د خيبر په کوټ يې هسې زور ښکاره کړ

چې له ويخه يې راونړل پاک

محمد د علم ښهر، دی يې ور و

تر قنبر يې شه خوشال خټک فداک