غزل چې په سپينه ږيره کا ځوانې نگارې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې په سپينه ږيره کا ځوانې نگارې په خپل ځان باندې به وکا ځينې چارې 02 که په خوله د زاړه يار تر سرځارېږي په زړه نه دي ځوانې هيڅ د زاړه يارې 03 نېک و بد په دا جهان کې پيدا کېږي نېکې، بدې له زاړه نه دي وېزارې 04 خوښه ځوان د ځوانې ښځې په غرض وي که بادشاه وي د زاړه نه وي ازارې 05 په کم ذات په اصيل هيڅ نه وي راغلي ښځې واړه د ښه کار دي طلبگارې 06 زوړ دې ځوانه ښځه نه کا، که يې کاندي فکر بويه چې له ښه ځايه وي بارې 07 له ښه ځايه، له ښه کوره، ستر پوښې په حيا، په شرم ننگ وي خبردارې 08 چې په پلار نيکه د ننگ و ناموس نه وي هغه ښځې قباحت ته وي تيارې 09 اوس په خپلو زړو خوښ اوسه خوشاله ددې دور ځوانې مه کړه نا پکارې Dictionary meaning × Headword