نظم

چې په ځان سړی تورزن وي

Khushal Khan Khattak

چې په ځان سړی تورزن وي

بل کار نشته تر دا ښه

که مين وي په تورزنو

خود نامرد وي هم لاښه

که نه دا وي، نه هغه وي

هغه څه وي وچ واښه

چې د اور لمبه پرې راشي

واښه سېځي په لا ښه