غزل

چې په زلفو عنبرسا ده هغه ته يې

Khushal Khan Khattak

چې په زلفو عنبرسا ده هغه ته يې

چې په شونډو شکر خا ده هغه ته يې

چې نازک يې دی اندام د گل تر پاڼې

په قد ښه تر عر عر لا ده هغه ته يې

که هر څو شي په جهان محبوبې ډېرې

چې خوشرنگه ترهر چا ده هغه ته يې

له عذابه له وباله دې ترس نه شي

چې په دا دور تر سا ده هغه ته يې

چې اثر مې د ژړا ورباندې نه شي

چې په زړه حجر اسا ده هغه ته يې

چې تمامه شپه دې خوب په ما حرام کړ

چې دستر بلا ده هغه ته يې

چې له مينې ستا په سر لوړي خوشال دی

چې دده د سر قضا ده هغه ته يې