غزل
چې پلو له مخه نه اخلي دلبره
Khushal Khan Khattakچې پلو له مخه نه اخلي دلبره
مگر شپه د خوار عاشق شوه بې سحره
نه يې زړه په ما نرمېږي، نه گروهېږي
خدايه! څه مې سريکار شو له کافره
نه مې خوب، نه مې قرار نه مې ارام شته
همېشه راباندې تبه وي شېبره
د وصال اميد رمق دی لږ راپاتې
او که نه بېلتانه ووژلم اکبره!
په يوه نفس کې زر خطونه راوړي
په هر لور چې غورځوم د زړه کوتره
د معشوقې په پالنگ به هغه خېژي
چې له سره نه بېرون کا د سر وېره
غلېواز چې هنر نه لري، ازاد دی
باز په دواړو پښو بندي دی له هنره
څه وو، څه شوو، خبر نه يم بيا به څه شي؟
ای يوه خدايه! زما په حال خبره
څه يوه نېزه څه دوه څه تر دا زياتې
د غريق اوبه چې پاس واوړي تر سره
مگر خضر مې مدد شي دعا راکا
چې لاهو بېړۍ مې ووځي له خطره
څو يې ځله هر ساعت شي، هومره ځله
دخوشال سينه لگېږي له حجره