غزل
چې پرېوځي څوک له پاڼه، موميايي ورلره بويه
Khushal Khan Khattakچې پرېوځي څوک له پاڼه، موميايي ورلره بويه
په کور کې چې تياره شي روښنايي ورلره بويه
چې کار د چا مشکل شي، په تدبير وبله کښېني
دا کار څه اسان نه دی، دانايي ورلره بويه
په کاڼي کې مرات شته، دکېميا بوټی په غره کې
طلب چې ددې کار کا بينايي ورلره بويه
که لور د اورنگ زېب وي، معشوقه په اصل لويه
دا کار يې منظور نه دی پارسايي ورلره بويه
که هر څو ښايسته وي معشوقه بهتر پسنده
دا کار يې هم په کار دی، بخت ځايي ورلره بويه
که څوک ښايسته غواړي، په کوڅه کوڅه دې گرځي
په هر ښهر، په کلي گدايي ورلره بويه
يوزړه د خوشال نه دی چې جهان په کې ليده شي
د هر چا زړه مرات دی، صفايي ورلره بويه