نظم

چې قضا ورباندې ورشي

Khushal Khan Khattak

چې قضا ورباندې ورشي

عاقلان به غوږ کاڼه کا

که هر څو ورته ويل شي

و هر چا وته غوږ نه کا

په بينا سترگو ړانده شي

چې بلا باندې خاته کا

څه سړی څه يې بنياد دی

په هر څه کې خدای خپل کړه کا