غزل
چې راغلی په حيله دی
Khushal Khan Khattakچې راغلی په حيله دی
عقل ځکه عقيله دی
که مثال يې له ما غواړې
عشق مزری، عقل نيله دی
آشنايي يې دجمال ده
چې مين په جميله دی
پروا نه پرې پرپری کا
اور څو بل په فتيله دی
خوار مجنون دعشق په کار کې
سپک په قام، په قبيله دی
هم خالق ته، هم مخلوق ته
واړه کار په وسيله دی
د خبرې په ميدان کې
نن خوشال خټک قيله دی