څلوريزه

چې رنگ او بوی لري گل، گل هاله شي

Khushal Khan Khattak

چې رنگ او بوی لري گل، گل هاله شي

پرې د بلبلو غلغل هاله شي

چې نه يې رنگ وي نه يې ښه بوی وي

ورځنې پاتې بلبل هاله شي