غزل

چې صاحب نفر پرور نه وي هم هيڅ

Khushal Khan Khattak

چې صاحب نفر پرور نه وي هم هيڅ

په نفر کې چې هنر نه وي هم هيڅ

په پالنگ د معشوقې ورځي سرتېري

هر عاشق چې تېر تر سر نه وي هم هيڅ

له معشوقې نه ښېوه بويه څو رنگه

د عاشق چې پرې نظر نه وي هم هيڅ

که په زر رنگه خوبيه اراسته وي

چې زلمی په بلا بر نه وي هم هيڅ

هوښيارانو لره عقل ، فکر بويه

لېونی چې بې خبر نه وي هم هيڅ

چې له شور و شره خلاص دي مردگان دي

د ژونديو چې شور، شر نه وي هم هيڅ

که بادشاه څخه بې شماره خزانې وي

چې يې ښه جنگې لښکر نه وي هم هيڅ

مړنی چې بې وسلې شو په څه کار دی

چې سخي سړی تونگر نه وي هم هيڅ

زوړ سړی که تر څنگ کښېنوي ښه ناوې

چې قوت يې د ذکر نه وي هم هيڅ

سوداگر چې وقوف دار د هر کالي وي

په کيسه کې چې يې زر نه وي هم هيڅ

که سړی د جهان واړه علم و کا

چې تېز پر په زړه زړور نه وي هم هيڅ

باز که لوی کټه خوشرنگ د ډېر صفت وي

چې دده د عمل چر نه وي هم هيڅ

مرد که هر څو ډېر صفت لري باتور وي

چې په قول برابر نه وي هم هيڅ

يو د بل له حاله پند اخلي خوشاله!

د سړي چې د اسير نه وي هم هيڅ