نظم
چې څاربه پسونه جغدې کېږدي مردان دي
Khushal Khan Khattakچې څاربه پسونه جغدې کېږدي مردان دي
تويوي په سپينو وريجو ډېر غوړي
مربا اچار شربت په څو څو رنگه
و مېلمه ته مهيا گړي گړي
مرد به تل دمېلمانه خدمت په ځان کا
تفقد به باندې کا گړي گړي
څوک په زور مېلمه و خونې وته بيايي
څوک په زور مېلمه له خونې نه شړي
مرتبې د هر چا راغلې بېلې بېلې
سره نه دي برابر واړه سړي