نظم
چې سړي لره وردرومي عيب عار
Khushal Khan Khattakچې سړي لره وردرومي عيب عار
په هيڅ رنگ دې سړی نه کا هغه کار
چې سړی له عيبه ځان ساتي که ښه کا
لا دې وي د دين په کار کې استوار
د دنيا چارې فاني دي باقي نه دي
همېشه به تل باقي وي د دين کار
نظم
چې سړي لره وردرومي عيب عار
په هيڅ رنگ دې سړی نه کا هغه کار
چې سړی له عيبه ځان ساتي که ښه کا
لا دې وي د دين په کار کې استوار
د دنيا چارې فاني دي باقي نه دي
همېشه به تل باقي وي د دين کار