غزل
چې سړی تر عقله تېر شي محبط شي
Khushal Khan Khattakچې سړی تر عقله تېر شي محبط شي
زيست روزگار دمخبط سره غلط شي
د حرص درياب تر شرقه دی تر غربه
حريصان پکې غوټې خوري، لکه بط شي
نن زما بېړۍ لاهو شه په درياب کې
لا به کله دا لاهو بېړۍ په شط شي
دته درزي جامې قدر قيمت ډېر وي
د اغوستي سر وپای قدر وسط شي
غاښ وتلي ږيره سپينه آزمېښت دی
لا زما و عاشقۍ وته نمط شي
جاودانه خوښي دا ده په جهان کې
چې دې زړه دعشق په کار کې منسبط شي
ښايسته ياران مې هسې ملک ته لاړل
چې نه ځای دپيغامونو نه يې خط شي
د خپل يار وتېغ ته سر کښېږده خوشاله!
د قلم خوبي هاله گڼه! چې قط شي