غزل چې ستا له زېبا مخ چېرې گل وته نظر کړم Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې ستا له زېبا مخ چېرې گل وته نظر کړم په خپلو سترگو خير شم چې که سيخ په کې خنجر کړم 02 چې ستا له زېبا مخه څوک بل مخ راته وستايي يو هسې قهر راشي چې که غوڅ د هغه سر کړم 03 که هر څو د بهار گلونه ښه دي په چمن کې يو گل به په ښايست کې ستا له مخه برابر کړم؟ 04 دا مه وايه و ماته چې ته ولې در په در شوې؟ خپل مخ وته ووايه چې يې ولې در په در کړم 05 خاطر مې څه خو خلاص و، فراغت وم له غمونو چې مخ دې راښکاره کړ، زه دې بيا په نارو سر کړم 06 که واړه خزانې، د شاه جهان بادشاه زما شي همه واړه به زه په يوه خال د خوبا ورکړم 07 رښتيا خبره ښه ده راته غوږ باسه خوشاله! که تېر تر سرو مال شوې، زما ځانه خوله به درکړم Dictionary meaning × Headword