غزل
چې تا گورم حيران شم چې ته څه رنگه بشر يې
Khushal Khan Khattakچې تا گورم حيران شم چې ته څه رنگه بشر يې
زوولې يې له حورې که سړۍ پري پيکر يې
د ماء او طين له ميانه څوک دا هسې پيدا نه دي
په داحسن ، جمال تر مياشت و نمره لابهتر يې
چې شونډو ته دې گورم تر ياقوتو لا تېری کا
چې زلفو ته دې گورم په عنبرو معنبر يې
که هر څو د لاله گلونه ښه دي په چمن کې
په دواړو اننگيو داغ دواړو د ځيگر يې
که خوار دي هغه خوار دي چې محروم دې له ديدار دي
که سخ دی د هغو دی چې يې ته نورالبصر يې
که آه، نالش مې وکړ مسلمان نه يم کافر يم
راوخله تېره توره که مشتاق زما د سر يې
په حسن په ښايست کې دې څوک سيال په جهان نشته
که دا عيب دې نه وای چې په زړه لکه حجر يې
زه ستا له ډېره غمه همېشه په آو اوه يم
په څو په اسايش بې غمه پروت په خپل بشر يې
خوشال و ته دې ووی چې بې ما به ژوندی پايې
په څو به ژوندی پايم ته مې خود په حال خبر يې