غزل

چې تر سنگ و تر آهنه يې زړه سخت دی

Rahman Baba

چې تر سنگ و تر آهنه يې زړه سخت دی

زړه هغه لره ورکړی ما کم بخت دی

خدايه کله به هغه ياغيان را اېل کړې

چې لوټلی يې زما د خاطر رخت دی

هومره غم به نور په هېچا باندې نه وي

لکه غم چې د خپل يار په ما يک لخت دی

مگر بېل په تېره تېغ شي يار له ياره

گڼه ښاخ له خپله درخته سره درخت دی

د پالنگ او د پېړۍ حاجت يې نشته

د يارانو نشستن د زړه په تخت دی

چې له ډېره درده وخت پېژندی نه شي

په رحمان باندې بې ياره هسې وخت دی