نظم
چې هاتيان پيدا کا لويه خونه
Khushal Khan Khattakچې هاتيان پيدا کا لويه خونه
چې هاتيان پرې ننوځي هسې ور
گيدړ هر چېرته خپل وخت ساعت بدل کا
لوی ځنگل بويه مزري لره ياغر
لوی نهنگ لره عمان و قلزم بويه
په بېله کې يې تمام شي اوبه خور
هر مهتر چې حاجت من شي د کهتر
که باور کړې دغه مر گ دی د مهتر
که حاجت يې پوره نه شي ورته شا کا
دغه کار گڼه تر مرگه لا بتر