غزل

چې واده يې کا په ډول او په سُرنا

Rahman Baba

چې واده يې کا په ډول او په سُرنا

بيا پرې وايي زمانه د وير وينا

که مې هر څو دلبري او د لجويي کا

زه پوهېږم د خپل يار په استغنا

په يوه گړۍ مې يار هم مې اشنا شي

بيا مې بله گړۍ نه گڼي اشنا

دا زه خپلې تسلې کړم يار يې بولم

څه ياري ده! د ناتوان او د توانا

يو زما او يو دم بې له خپل صنمه

زه بهتره تر بقا گڼم فنا

هر سړی په يوې چارې خدای مشغول کړ

زه مشغول کړم خدای د ترکو په ثنا

ما بې عشقه بل هنر نه زده ناصحه

بخښنده شه که نادان يم که دانا

چې مې غوږ په نارو نه باسي حيران يم

پراو نه لري که ووړ دی که برنا

بې د يار له ښه ديدنه دې خدای نه کا

د رحمان په زړه کې بله تمنا