غزل چې واده يې کا په ډول او په سُرنا رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې واده يې کا په ډول او په سُرنا بيا پرې وايي زمانه د وير وينا 02 که مې هر څو دلبري او د لجويي کا زه پوهېږم د خپل يار په استغنا 03 په يوه گړۍ مې يار هم مې اشنا شي بيا مې بله گړۍ نه گڼي اشنا 04 دا زه خپلې تسلې کړم يار يې بولم څه ياري ده! د ناتوان او د توانا 05 يو زما او يو دم بې له خپل صنمه زه بهتره تر بقا گڼم فنا 06 هر سړی په يوې چارې خدای مشغول کړ زه مشغول کړم خدای د ترکو په ثنا 07 ما بې عشقه بل هنر نه زده ناصحه بخښنده شه که نادان يم که دانا 08 چې مې غوږ په نارو نه باسي حيران يم پراو نه لري که ووړ دی که برنا 09 بې د يار له ښه ديدنه دې خدای نه کا د رحمان په زړه کې بله تمنا د قاموس مانا × اصلي کلمه