غزل

چې ويلی مې له تا دی دا حديث

Rahman Baba

چې ويلی مې له تا دی دا حديث

سرنامه د هر انشاء دی دا حديث

چې آغاز مې کړ په مدحه د خوبانو

ځکه گنج بې بها دی دا حديث

په ثنا د دلپسندو دلربا وو

دلپسند او د لربا دی دا حديث

لکه باد د صبحدم چې غونچه واکا

هسې رنگه دلکشا دی دا حديث

چې اوصاف مې د سرو شونډو په کې راوړه

خوږ تر قند و تر حلوا دی دا حديث

نه پوهېږم چې اوبه دي د حياتو

که نفس د مسيحا دی دا حديث

د غونډ ژبيو شاعرانو دخولې نه دی

ځکه هسې رنگ صفا دی دا حديث

ستا و مخ ته که څوک شمس و قمر وايي

دروغ نه دي په رښتيا دی دا حديث

که څوک وايي چې چا کړی دا حديث دی

رحمان وايي چې زما دی دا حديث