غزل چې ويلی مې له تا دی دا حديث رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې ويلی مې له تا دی دا حديث سرنامه د هر انشاء دی دا حديث 02 چې آغاز مې کړ په مدحه د خوبانو ځکه گنج بې بها دی دا حديث 03 په ثنا د دلپسندو دلربا وو دلپسند او د لربا دی دا حديث 04 لکه باد د صبحدم چې غونچه واکا هسې رنگه دلکشا دی دا حديث 05 چې اوصاف مې د سرو شونډو په کې راوړه خوږ تر قند و تر حلوا دی دا حديث 06 نه پوهېږم چې اوبه دي د حياتو که نفس د مسيحا دی دا حديث 07 د غونډ ژبيو شاعرانو دخولې نه دی ځکه هسې رنگ صفا دی دا حديث 08 ستا و مخ ته که څوک شمس و قمر وايي دروغ نه دي په رښتيا دی دا حديث 09 که څوک وايي چې چا کړی دا حديث دی رحمان وايي چې زما دی دا حديث د قاموس مانا × اصلي کلمه