غزل
چې يوه گړۍ په جمع زړه ښه مخ وته وگورې
Khushal Khan Khattakچې يوه گړۍ په جمع زړه ښه مخ وته وگورې
که درسته دنيا ستا شي هم څه نه ده تر دا پورې
دا خوی زما قديم دی، څه ما اوس نه دی راوړی
چې بې له زېبا مخه راته خس دي چارې نورې
د خلقو تهمت يو سر، د هجران غمونه بل سر
هم ته مې به له هسې رنگه سختې بلا ژغورې
دا اور چې په ما بل دی دخپل يار له جداييې
نه گرم نه ملامت يم که تل وينې ژاړم تورې
اشنا ته وايه نه شي، نا اشنا به څه خبرېږي
دا راز چې له ما نه دی اورېدلی خپلې سيورې
ناوک يې د مژگانو د ابرو په کمان جوړ کړ
ما نه زده چې د چا تر زړه به ووځي پورې وورې
ويړيا دې د خوشال خټک خاطر په لاسو کښېوت
په قدر يې خبر شه چېرې نه په لږ يې پلورې