غزل

چې يوه ذره نه به وږی يا به موړ يې

Rahman Baba

چې يوه ذره نه به وږی يا به موړ يې

په يوه ذره به گرم يا به سوړ يې

که ځواني له خدايه غواړې ځوان به ومرې

او که پس له ځوانۍ پايي خو په زوړ يې

بندگان خو کله جوړ کله ناجوړ وي

څه خدای نه يې چې به تل تر تله جوړ يې

عاشقي به دې اسمان غوندې څرگند کا

که مجنون غوندې هر څو په صورت ووړ يې

عبادت خو په ځوانۍ کېږي رحمانه!

په پيرۍ کې به څه زهد کړې چې زوړ يې