غزل
چې يوه ذره نه به وږی يا به موړ يې
رحمان باباچې يوه ذره نه به وږی يا به موړ يې
په يوه ذره به گرم يا به سوړ يې
که ځواني له خدايه غواړې ځوان به ومرې
او که پس له ځوانۍ پايي خو په زوړ يې
بندگان خو کله جوړ کله ناجوړ وي
څه خدای نه يې چې به تل تر تله جوړ يې
عاشقي به دې اسمان غوندې څرگند کا
که مجنون غوندې هر څو په صورت ووړ يې
عبادت خو په ځوانۍ کېږي رحمانه!
په پيرۍ کې به څه زهد کړې چې زوړ يې