غزل
چې يې درې څيزه حاصل وي
Khushal Khan Khattakچې يې درې څيزه حاصل وي
د هغه خوښي به تل وي
اول خپل صورت ښاغلی
بيا يې، ښه صورت واصل وي
غه دريم وايم چې کوم دی
ددنيا دولت يې خپل وي
چې په داکې يې يونه وي
پرېشاني به يې په دل وي
چې يې يو وي په دا درې کې
غم به تل باندې نازل وي
هر چې درې واړه يې نشته
که چا مړ کړ دی دې تل وي
دخوشال ويل معقول دي
پرې به خوښ شي چې عاقل وي