غزل

چې يې مياشت کړه د اسمان د پاسه شقه

Khushal Khan Khattak

چې يې مياشت کړه د اسمان د پاسه شقه

چې افتاب يې راښکاره کړ له شفقه

چې په سر باندې يې ابر سايه بان و

چې يې پاتې جبرائيل شو له ابلقه

چې خوږې يې د خولې لاړې تر عسلو

چې همه علم يې زده شو بې سبقه

چې جمال يې ښايسته په ملاحت و

چې د مښکو بوی يې هيڅ وو تر عرقه

چې سايه يې د وجود په مځکه نه وه

چې بره ورته گويا شوه له طبقه

چې يې تار په تار د باد په مخ خواره کړل

دتورات و د انجيل واړه ورقه

دواړه کونه په طفيل د هغه دي

مرتب او مهيا په ډېرو رونقه

چې دوستدار د څلور يار د اهل بيت دی

په هغو د ښو گواهي و له مطلقه

چې عرب يې و ثنا ته نه رسېږي

د خوشال ژبه مښود کاندي ناحقه