غزل

چې يې تا غوندې رادرومي په پوښتنه

Khushal Khan Khattak

چې يې تا غوندې رادرومي په پوښتنه

رنځوري ده د هغه رنځور سودمنه

د بېسر موتي دې لاس د سکندر کړ

ښورېده يې اشارت په جاروتنه

تل په تا پسې غمجن يم هومره نه کړې

چې مې وپوښتې! څه حال لرې غمجنه

که دې سر له مانه غوښت، له تا مې درېغ کړ

بيا هاله وايه و ماته دروغجنه

زړه مې ستا په لاسو درکړ، تا خراب کړ

هلک څه زده د زېبا توتا ساتنه

خدای دې لاس د هغه چا په ته کې پرې کا

چې په قصد به پرېکوي دگلو ونه

که يو ځل يې طماغه له سره پرېوځي

نور وباز وته به څوک ښيي وهنه

که د کښليو وعده هر کله خلاف وي

خدای دې تا دروغجن نه کاندي په ژمنه

و خوشال ته خو هم دا وايه مطربه!

چې ځار ځار کله به رايشې مينه!