غزل

چې يې تل کښېښوې په سر دخيال دړۍ

Khushal Khan Khattak

چې يې تل کښېښوې په سر دخيال دړۍ

تور ويښته شول د هغې سپينې وړۍ

د روانو اوبو کار، دعمر يو دی

بيا به ورځ و شپې رانه شي د نړۍ

محبت بې خدايه واړه که يې گورې

د درياب په مخ د خليو پول تړۍ

ته په دا حسن جمال چې درته گورم

نه پوهېږم ښاپېرۍ يې که سړۍ

بې مدد دباده نه رسم مراد ته

که هر څو روانوم د زړه بېړۍ

ستا د زلفو له ښاماره وېره نه کا

چې تر خوله يې ستا د مينې شي جړۍ

د خوشال زړه په تقوی کې لکه غر و

ستا په مينه يکباره شو د وړۍ