نظم
چې زړه د چا ژوندی وي
Khushal Khan Khattakچې زړه د چا ژوندی وي
هغه مينه کا په ښکار
له ښکاره يې څه کار دی
چې په زړه نه وي بيدار
که ښکار کا د مرغونو
دبازونو دی په کار
د سپي په ښکار هم درومه
که ميدان دی که کهسار
دغشي ښکار ډېر ښه دی
که باتور وي په گوزار
که ښکار دی د ټوپک دی
که پرې ته وکړې تلوار
نن خوشال په دا دوه کاره
په جهان کې دی اوڅار
دباز د ټوپک دواړه
هم په دا دی مينه دار