غزل
د هجران په شپه ډيوه په لاس کې راغله
Khatir Afridiد هجران په شپه ډيوه په لاس کې راغله
خدای خبر چې چرته تله په لاس کې راغله
ناڅاپي خندا يې زړه زما لمبه کړو
زړه بيا چرته وو ايره په لاس کې راغله
رقيبان خو دې اوس ټول راته راتېر شي
چې يار راغی نو وسله په لاس کې راغله
چې مې صبر اميد دواړه ورپسې کړل
چې د ځان نه خبرېده په لاس کې راغله
څه د شونډو او د زلفو او د سترګو
تصور يې يوه څېره په لاس کې راغله
چې په تلو کې شوه مسکۍ نو بيا به راشي
ای خاطره بس راځه په لاس کې راغله