غزل د هجران په شپه ډيوه په لاس کې راغله خاطر افریدي د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 د هجران په شپه ډيوه په لاس کې راغله خدای خبر چې چرته تله په لاس کې راغله 02 ناڅاپي خندا يې زړه زما لمبه کړو زړه بيا چرته وو ايره په لاس کې راغله 03 رقيبان خو دې اوس ټول راته راتېر شي چې يار راغی نو وسله په لاس کې راغله 04 چې مې صبر اميد دواړه ورپسې کړل چې د ځان نه خبرېده په لاس کې راغله 05 څه د شونډو او د زلفو او د سترګو تصور يې يوه څېره په لاس کې راغله 06 چې په تلو کې شوه مسکۍ نو بيا به راشي ای خاطره بس راځه په لاس کې راغله د قاموس مانا × اصلي کلمه