غزل د داغلي زړه له آهه شم څه شان چپ؟ Abdul Hamid Momand Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د داغلي زړه له آهه شم څه شان چپ؟ د چمن په ګلو نه وي بلبلان چپ 02 خلاص شي بيا لکه تورزن د ټول له منځه که هر څو په غاښو ونيسم زبان چپ 03 له خامئ جوش او خروش خېزي له دېګه وي له خپلې پختګۍ پختګان چپ 04 په اوبو به دې د مراد ډيوه شي بله که صدف غوندې په صبر کړي دهان چپ 05 چې دانه په خاورو پټه شي خوشه شي په ګوګل د ننه وساته ارمان چپ 06 د بلبلو نارې ښې نه دي په ګلو چې په سرو لمبو کښې سوځي پتنګان چپ 07 لکه کاه او کهربا چې سره بولې هسې پټه خوله بلل کاندي ياران چپ 08 لکه ژاړي پټه خوله بوره بدنامه هسې کاندي مئين زړه آه و فغان چپ 09 آبرو يې د شکرخور ميلمه به څه کا چې حميد شکر باري کا په ګرېوان چپ Dictionary meaning × Headword