غزل د داغلي زړه له آهه شم څه شان چپ؟ عبدالحمید مومند د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 د داغلي زړه له آهه شم څه شان چپ؟ د چمن په ګلو نه وي بلبلان چپ 02 خلاص شي بيا لکه تورزن د ټول له منځه که هر څو په غاښو ونيسم زبان چپ 03 له خامئ جوش او خروش خېزي له دېګه وي له خپلې پختګۍ پختګان چپ 04 په اوبو به دې د مراد ډيوه شي بله که صدف غوندې په صبر کړي دهان چپ 05 چې دانه په خاورو پټه شي خوشه شي په ګوګل د ننه وساته ارمان چپ 06 د بلبلو نارې ښې نه دي په ګلو چې په سرو لمبو کښې سوځي پتنګان چپ 07 لکه کاه او کهربا چې سره بولې هسې پټه خوله بلل کاندي ياران چپ 08 لکه ژاړي پټه خوله بوره بدنامه هسې کاندي مئين زړه آه و فغان چپ 09 آبرو يې د شکرخور ميلمه به څه کا چې حميد شکر باري کا په ګرېوان چپ د قاموس مانا × اصلي کلمه