شعر
د کتاب محرک
Rahman Babaپه ډيوه رېډيو باندې د چاربېتې پروګرام روان ؤ کله چې د هزارې په شاعرانو
باندې پروګرام کېدۀ ، چا ملګري ورته زۀ په ګوته کړم چې ما چاربېته ليکلې هم
ده او د چاربېتې په اهنګ باندې پوهېږم کله چې سردار علي ټکر ما سره رابطه
وکړه ، ما سردار علي ټکر ته اووې چې د چاربېتې څومره کورونه دي نو دغه همره
ئي اهنګونه دي خېر دے زۀ به په يو پروګرام کښې ميلمه شم په پروګرام کښې
ما ٫٫هار و بهار،، ٫٫ باغ وبهار ،، عبدالواحد ټېکه دار چار بېته ، ديوان
چاربېتې د کورونو ، جوړښت ، اهنګونو وغېره باندې مې هيڅ معلومات تر لاسه نۀ
شو دا ټولې د چاربېتو مجموعې وې د چاربېتې د صنف په حقله پکښې هيڅ
موجود نۀ وو صرف غوټۍ خاورې په شفاهي ادبياتو کښې څۀ لږۀ غوندې غږېدلې ده
خو هغه هم د نشت برابر زۀ پرې پوه شوم چې دا خلق خو د يو زوړ ښۀ چاربېتي
شاعر هومره معلومات نۀ لري ما له خپل او د عبد الله جان شاعر خدائې بخښلي
اولسي ادب باندې وخت په وخت شوي بحثونه راياد شو عبدا لله جان د ذاته شا
ه خېل و د هار مونيم د غږولو هنر مند و هغه د يو ښې ډلې خاوند و زمونږ
په سيمه کښې به اکثر ښادو کښې د وادۀ هلک سره چاربېته په مجلس کښې وئيل
زمونږ طرف ته رسم ګرځېدلې و کۀ عبد الله جان شاعر د چاربېتې بادشاه و
نو په مجلسونو کښې زما غزلونه هم مشهورو لکه
تۀ راځې کۀ نۀ راځې خوښه دې خپله
انتظار به دې تر مرګ پورې کوم زۀ
اور دې راته واچؤ د لمبو مې ننداره کوئ
مخامخ چې راشې تۀ د ما نه کناره کوئ
چې قد مونه د صنم مې په ډولۍ کښې لږي
اوښکې د ستر ګو مې راځي راته جولۍ کښې لږي
د يار نظر لکه خنجر زما په زړۀ کښې کوز شو
هيڅ پوه نۀ شوم سراسر زما په زړۀ کښې کوز شو
عبد لله جان شاعر د قافيې ډېر زيات پابند وو هغه به وې چې حمزه بابا او
رحمت شاه سائل تخيل اوچت لري خو قافيه ئې کمزورې وي ، هغه ګل او غزل هم
قافيه نۀ ګڼل په قافيه کښې د احمد دين طا لب مداح و عبد الله جان شاعر او
زما په عمر کښې ډ ېر لوے فرق و هغه چې شپېتو د لس شپېتو په محال کښې وو زۀ
شل کلن پنځويش کلن وومه مونږ په يو کلي کښې وسېدو زما پلار د کلي خان او
ملک و مونږه خپله حجره لرله په حجره کښې په دويمه په دريمه ورځ خامخا د
حجرې هلکانو پروګرام کوو په باجه مونږ سره شاعر اوپه دوکړه به آدم و چې د
شاعر خورئې وو شاعر د ګلابي شمروز (چې د چاربېتې ډېر ښۀ شاعر و) شاګرد و
قاضي ګل ،غلام احمد خان ، فقير ګل اخون غازي شاه بابا سمندر خوجړے ئې په
سترګو ليدلي وو د سېد قبول اخون ، عمر ، طالب ، د کنار د صېب زمانې ته
نزدې وو شاعر به ددې شاعرانو په سوات ، سمه کښې نورو شاعرانو سره د
مقابلو قېصې بيانولې د غازي شاه په سوات چکېسر کښې د شاعرانو سره مقابله ،
د قاضي ګل د علي حېدر جوشي نه په يو معمه پنځوس روپۍ ګټل دا ټولې قېصې ماته
هغه کړې وې خو رښتينې خبره دا ده چې شاعر به کوم محفل کښې وو ، د چاربېتې
شاعر د هغه مخکښې دا بيا نۀ شو وئيلې چې زۀ شاعر يمه
د چار بېتې سر، نيم سر،د چا ربېتې کورونه ، يا کور ، رتيب وغېره دا ټول
الفاظ ما د٫٫ شاعر،، نه زده کړي وو د چاربېتې پروګرام کښې همايون همدرد د
رتيب لفظ استعمال کړو ما د شيرين يار يوسفزي په يو مقاله کښې د رتيب د
استعمال کړے دے
د چاربېتې اهنګ څوک په لفظونو کښې نۀ شي بيانولې دا يو احساس دے ددې مثال
دادے لکه مونږه د يو سړي خبرې واؤرو د هغه آواز زمونږ په تخت الشعور کښې
کښېني دغه شان د چاربېتې د مختلف کورونو وېنا د زمانې نه په روايتي انداز
کښې اورو دا وېنا زمونږه شعور کښې ناسته ده اوس چې څوک هم په کوم طرز
چاربېته وائي مونږ ئي وپېژنو چې دا د فلاني کور چاربېته ده چاربېته يو
عوامي صنف دے او د عوام دود دستور بدلول اسان کار نۀ دے د چاربېتې د اتو
واړو کورونو جدا جدا اهنګونه دي بيا پدې اتو واړو کورونو کښې د بحر کمي
بيشي سره هم په آهنګ کښې بدلون راځي بحر کۀ يو هم وي هنرمندان چاربېته په
مختلفو اهنګونو کښې ووائي لکه د ملنګ جانچاربېته ده هنرمندان ئې د لوبې په
طرز کښې وائي
نوے موسم نوے بهار دے سينې مې وسپړدل ګلونه
رانه جدا د مينې يار دے په مخ مې ځي اوښکې رودونه
يا د خاطر افريدي لوبه ده ،
نور رانه هيڅ نه شي خطا د ۔ د هر څه هر څه وواتمه
ګرانه اشنا دا مې سزا ده ۔ چې ستا په طمعه ګرځېدمه
دا هم هنر مندان کله کله د چار بېتې په رنګ کښې وائي بحر ته کۀ څوک اهنګ
وائي دا صريحه غلطي ده هنر مندان زر زر وئيلو يا طول ورکولو سره د يو بحر
د غزل يا چاربېتې اهنګ بدل کړي بحر مستقل شے دے او اهنګ بد لېدونکې
زمونږ موسيقي دومره ترقي نۀ ده کړئ ګنې په هندوستان کښې د مرزا غالب يو يو
غزل په څوڅو طرزونو کښې وئيلے شوے دے څنګه چې د راډيو پروګرام په مخه
روان و سردار علي ټکر ماته فرمائش وکړوچې د چاربېتې تقسيم په سائنسي
بنيادونو وکړم ۔
په دغه دوران کښې شيرين يار يوسفزي ماته فون وکړو چې هغه نظمونه چې کوم لکه
کښې شامل کړئ شي ،داسې به د چاربېتې پنګه نوره هم درنه شي ما د غه نظمونو
لټون شروع کړو د هزارې په نظم زار کښې ما ډېر داسې نظمونه وموندل چې
ابتدا ئې لکه د چاربېتې په شان د سر نه شروع ده شاعران د نظم د روايت نه
هډو خبر نه دي دغه شان په جرس نظم نمبر کښې ډېر کم نظمونه د نظم د روايت
مطابق ليکلي شوي وو دې سره په ما دوه خبرې منکشف شوې 1 دا چې مثنوي ،
مثلث ، مربع ، مخمس او مسدس کښې ډېرو شاعرانو طبع آزمائي کړې ده خو په
مسبع ، مثمن ، متسع او معشر کښې ډېر په ګرانه مثالونه پېدا کېږي شاعرانو
له دې اقسامو نه فرار ولې اختيار کړے دے د مسمط په اقسامونو کښې شاعري
کول آسان کار نه دے په کلاسېک دور کښې محمدي صاحبزاده او معزا لله خان
مومند څخه د مثمن او معشرمثالونه موندے کېږي ورستو قلندر مومند څخه د
مصرعو تر حده پورې مثمن او معشر موندې کېږي روايت ئې نۀ دې پوره کړے
2 ما چې مختلفو چاربېتو کړې او د مختلفو نظمونو بندونو په ځان کښې ټېلي
کړل ، ما باندې واضح شو چې زمونږه چاربېتي شاعرانو چاربېته د عربۍ د نظم د
نظا م نه اخذ کړے ده که دې له څوک اريانه دور کښې لټوي هسې به په تيارو
شوې ده
په چاربېتې کښې د چار څۀکردار دے په دې باندې هم د پوره باب په شکل کښې
چاربېتې په صنف باندې دې ملک کښې چا هم قلم نۀ دے اوچت کړے چې د هغې
حواله ورکړې شوے وے ما له هره خبره دليل او مثال سره کول پرې وتل او که
بيا د هغې خبرې اعاده شوې وي نو دا به د پوهه کولو په نيت وي چې د قاري
په ذهن کښې خبره صفا شي ګران ملګري اسما عيل ګوهر او پروفېسر خليل
کښې ئې راسره نوره منډه ترړه هم کړې ده ، چې زۀ ئې له زړۀ د تله مننه کوم