شعر
د سبا باده ګذر په چمن بيا کړه
Khushal Khan Khattakد سبا باده ګذر په چمن بيا کړه
د سبا باده ګوزر په چمن بيا کړه
په چمن کې رنګارنګ ګلونه وا کړه
زه دې توان د خرخشو لرم چې کړې يې
که دې زړه زما په مرګ دی دا دا کړه
بې نياز څه خبر له نازه، چې ناز څه دی؟
ستا د سترګو بلا واخلم ناز په ما کړه
زه له خپله بخته چاوته فرياد کړم
چې پرون يې راته مخ و نن يې شا کړه
خوله مې ډکه شوه په شهدو، په شکرو
چې سحر مې ستا د لام و بې ثنا کړه
عاشقي که سراسر واړه بلا ده
ما په ځان د زړه قبوله دا بلا کړه
زه خوشال کمزوری نه يم چې به ډار کړم
په ښکاره نارې وهم چې خوله يې راکړه