شعر د سپوږمۍ شپه ده دعاګانې د باران کومه Pir Mohammad Karwan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په یوه ازغن سړي د سره ګلاب ګومان کومه د لاس تڼاکې که را ماتې هم کړي خوند به وکړي 02 پر څانګه څانګه یې غوټۍ د اطمینان کومه غوټۍ به و غوړېږي ګل ګل به د، روغې راوړي 03 ربه بری راکړې تابیا د امتحان کومه ګوندې له ستورو ځینې واورم سپین د سولې سرود 04 شپې د مرغۍ غوندې د غره پر ارغوان کومه بدرنګه جنګ د مؤذن پر مرۍ پښه اېښې ده 05 د سحر لمونځ د بلبلانو په اذان کومه خدایه کاروان د یوسفي کمیس قاصد ولرې 06 د سترګو غم د خپل یعقوب افغانستان کومه ۲- اسد – ۱۳۹۸- کابل Dictionary meaning × Headword