شعر

د سپوږمۍ شپه ده دعاګانې د باران کومه

پیر محمد کاروان

په یوه ازغن سړي د سره ګلاب ګومان کومه

د لاس تڼاکې که را ماتې هم کړي خوند به وکړي

پر څانګه څانګه یې غوټۍ د اطمینان کومه

غوټۍ به و غوړېږي ګل ګل به د، روغې راوړي

ربه بری راکړې تابیا د امتحان کومه

ګوندې له ستورو ځینې واورم سپین د سولې سرود

شپې د مرغۍ غوندې د غره پر ارغوان کومه

بدرنګه جنګ د مؤذن پر مرۍ پښه اېښې ده

د سحر لمونځ د بلبلانو په اذان کومه

خدایه کاروان د یوسفي کمیس قاصد ولرې

د سترګو غم د خپل یعقوب افغانستان کومه

۲- اسد – ۱۳۹۸- کابل