غزل

د څاڅكو په لېمو مې سمندر ليدلى دى

Pir Mohammad Karwan

په ټولو آيينو كې مېدلبر ليدلى دى

شهيد مازيګرى كوي شغلې لكه حسين

شفق مېسور په غشو د شمر ليدلى دى

له زړه مې چې كړي جوړه وچو شوندوته كوزه

ورځم پسې چا داسې كوزه ګر ليدلى دى؟

دا مستې مستې اوښكېچې جوپې جوپې راځي

دې پېغلو مې په سترګو كې ګودر ليدلى دى

بتګر د تخيل مې جوړه وي بت د جانان

په روح كې زما كان يېد مرمر ليدلى دى

ته پوې يې چې دا څنګه شوكاروانغزل غزل

دانن يې ايله يو نظرخيبر ليدلى دى