غزل

د څاڅـــــــــكو پـــــــــه لېمو مې سمندر لـــــــــــيدلى دى

پیر محمد کاروان

په ټولو آييــــــــــــنو كې مــــــــېدلــــــــبـــــــر لــيدلى دى

شــــــــــــهيد مازيګرى كوي شغــــــــلې لـــكه حسيــــن

شفق مېسور په غـــــــــشو د شمر لـــــيـــــــــــــدلى دى

له زړه مې چې كړي جـــــــوړه وچـــــــــو شوندوته كوزه

ورځم پسې چا داسې كوزه ګر لـــــيـــــــدلــــــــــــى دى؟

دا مستې مستې اوښكېچې جوپې جوپې راځـي

دې پېغلو مې په سترګو كې ګودر لـــــيـــــــدلى دى

بتګر د تخــــــيـــــل مــــــــې جــــــوړه وي بت د جانان

په روح كې زما كان يېد مـــــــرمــــــــــر لــيدلى دى

ته پوې يې چې دا څنګه شوكاروانغـــــــــزل غزل

دانـــــــــــن يـــــــې ايــــــــله يو نظرخــــيبر ليدلى دى