غزل د عاشق نظر په خورد و په خواب نه دی Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د عاشق نظر په خورد و په خواب نه دی مراد يې بې د يار له بابه بل باب نه دی 02 ته نظر په خپل هنر په عقل مه کړه دا اسباب د عاشقيه اسباب نه دی 03 چې ديار سره حساب د دنيا کاندي دغه هېڅ په عاشقۍ کې حساب نه دی 04 چې عاشق په عاشقۍ کې ارباب نه وي که د درست جهان ارباب شي ارباب نه دی 05 هر چې يار منع کوي له خپله ياره! دا کتاب دعاشقانو کتاب نه دی 06 دا حجاب چې عام عالم يې حجاب بولي دا زما د يار تر ميانه حجاب نه دی 07 که ثواب دی هم سيوا ديار له مخه ما گڼلی دغه کار په ثواب نه دی 08 که ليدلی زليخا يوسف په خوب دی ما په ويښه دی ليدلی په خواب نه دی 09 صبر ونيسه په مخ کې که مراد غواړې هېچا کړی دغه کار په شتاب نه دی 10 رحمان سوال د بوسې کړی دی له ياره لا يې هېڅ ځنې موندلی ځواب نه دی Dictionary meaning × Headword