نظم

د عورت آداب

Khushal Khan Khattak

چې مېړه لري عورته

دا دې نه وي بې طبيعته

تل دې اوسي خنديه رويه

د مېړه سره خوشخويه

خدای دې ډېر ډېر يادوينه

پاکيزه دې ځان ساتينه

همېشه دې غسل کاندي

چې هيڅ چرک نه وي پرې باندې

په مانځه دې وي حاضره

په رښتيا دې کا خبره

چې يې واړه د زړه راز وي

خپل مېړه ته ديې آغاز وي

تن دې تل خوشبو لرينه

چې ښه بوی ورځنې ځينه

په رنجو دې کاندي مينه

چې يې زېب د سترگو وينه

چې يې هر وېښته برېښنا کا

سر دې هسې جوړ صفا کا

چې مېړه يې پرې خوښېږي

هغه رنگه دې کار کېږي

مسخرې خندا بازۍ

څو څو رنگه طنازۍ

د مېړه سره دا بويه

څو څو کېږي چاره لويه

چې شهوت يې پرې زياتېږي

هم هغه چاره دې کېږي

چې طلب د صحبت وکا

نور دې هيڅ عذر ونه کا

چې رضا يې دشو هر وي

هسې رنگ دې ددې چر وي

لکه فرض د خدای طاعت دی

هسې فرض د شوی خدمت دی

صالحه ښځه صاحبه

د مال ملک ده هم نايبه

د مېړه د کور غم خواره

کور په دې خوندي دی ياره

په حاضر غايب يکرنگه

زړه يې خلاص له هره زنگه

ښځه کومه ده بهتره؟

چې عفت لري پسره

ديانت حيا لرينه

عقل و هوش ور څخه وينه

زړه يې ډک وي له اخلاصه

له کلپۍ له ټگۍ خلاصه

د مېړه په مينه مسته

خپل مېړه ته نېسته هسته

په رموز په هنر پوهه

زړه يې خلاص له مکره روهه

ښځه کړه له خپله ذاته

نه ناجنس نه بد صفاته

تر ځان کوزه کړه ياسمه

نه تر ځان لويه اعظمه

په کالونو تر ځان کشره

نه په عمر تر تا مشره

هر بهار نوی نگار

هيڅ کم نه وي له گلزار

که په دا هومره صفته

ښايسته وي له صورته

مبارک دې دا دولت شه

مبارک دې دا جنت شه

که په رنگ کهه وي که مهه

تر بېوه ده بکره بهه

له ښه ځايه له ښه کوره

گوره دا بله مه گوره

په دنيا کې ښه عورته

کمه نه ده له جنته