نظم
د بادو په مړوندۍ د وجود فايده
Khushal Khan Khattakگوره لويه مړوندۍ
ښه تازه نه وي لنډۍ
ددې پاڼې کړه نچوړې
اوبه بېلې کړه ترې جوړې
په مقدار پينځه درمه
اوبه بس دي ای همدمه
پرې اووه درمه پۍ
د غوا گډ کړه ته په دۍ
درې درمه غوړ د غوا هم
گډ کړه دا خوره هر سبا هم
خود به باد د تن ورکېږي
دا دارو دې وايم کېږي