غزل
د بلبلې بخره نول ده
Khushal Khan Khattakد بلبلې بخره نول ده
د گل بخره زېبايي
تاچې شان د ليلا واخيست
که مجنون شم راښايي
د ليلا د پاره سر شو
خوار مجنون په گدايي
چې عاشق شو قبلوي ديی
پېغورونه، رسوايي
ستا په درد دهان وهلی
درته ناست يم دوايي
که پل بل لوري ته واخلم
ته مې بوله هر ځايي
چې به زه بې تا نه پايم
بې جيجي لويټ پايي؟
چې يې وليدې په سترگو
خوشال ځکه تا ستايي